اسلام آباد 13 اپریل (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ، اصلاحات او خاص اقداماتو وفاقی وزیر اسد عمر وئيلي دي د کاروبار پرانستو په اړه پريكړه به (نن) د نهې په ورځ كولې شي، پاکستانی قام په اوسني صورتحال كښې د ذمه وارۍ څرګندونه كړې،د 15 تاریخ نه پس څه كول دي دا پريكړه به کوآرډینیشن کمیټۍ كښې كولې شي، حکومت به ګائیډ لائنز وركوي، د هغې له مخې به کاروبار كيږي دغسې چې ملازمان هم محفوظ پاتې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ میډیا بریفنګ په مهال وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل (نن) د نهې په ورځ به د نیشنل کمانډ سینټر غونډه كيږي، ټول اعلیٰ وزيران به پھ غونډه كښې ګډون كوي او په ټولو پريكړو به مشاورت كولو هڅه كولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د لوے څښتن په فضل سره د پاکستان صورتحال دومره تشویشناك نه دے، پاکستانی قام اوسني صورتحال كښې د ښې ذمه وارۍ څرګندونه كړې۔ ده ووئيل کاروباری كسان وائي چې كوم حفاظتی اقدامات کول دي مونږ ته دې ووئيلي شي دغسې چې مونږ خپل كاروبار پيل كړو خو په دې اړه به پريكړه د نهې په ورځ كولې شي۔ اسد عمر ووئيل كه کاروبارپيل شو نو ټولې ذمه وارۍ به د هغوي وي۔ اسد عمر ووئيل د این ډی اېم اے چیئرمین وئيلي ټيسټ كټس وركړې شوي، ټولو صوبو اعلیٰ وزيرانو د این ډی اېم اے چیئرمین مننه هم كړې۔ اسد عمر ووئيل د نورو هيوادونو په شان د پاكستان صورتحال نه دے د دې لويه وجه د وفاقی او صوبائی حکومتونو اقدامات دي۔ وفاقی وزیر اسد عمر ووئيل بنديز په ځائې ساتل مشکل دے خو د ټیسټ صلاحیت زياتولو سره د لاك ډاوَن په شان نتيجې ترلاسه كيدې شي كومې لپاره چې هڅې كوو۔ ده ووئيل د وباء خپريدو مخنيوي له به هر ډول هڅې كولې شي۔ وفاقې وزيراسد عمر ووئيل دا بنديز ځكه كيږي چې د يو كس نه بل كس ته دا وائرس منتقل كيږي خو ټول هم په يوه كوټه كښې بندول ممكن نه دي مونږ بيا هم هڅې كوو چې خپلو كښې فاصلې اوساتلې شي او هم دې لپاره د لوبو ميدانونه او شاپنګ مالز بند كړې شوي۔۔ وفاقی وزیر ووئيل په ټریکنګ هم ډير ښه كار كيږي۔ده ووئيل په دې اړه د پائلټ پراجیکټ خبره شوې وه هغه په ټولو صوبو كښې پيل كړې شوې د كومې نتيجې به چې په يو دوه ورځو كښې رامخې ته شي