قام ته دې ووئيلې شي چې كله او د چا په وړاندې اېن آر او غوښتلې شوې

image

اسلام آباد 19 جون (اے پی پی) قامی اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شریف وئيلي دي مونږ هند سره په امناكه ډول پاتې كيدل غواړو خو هند سره خبرو اترو له د پاکستان وقار ته د زيان رسولو به جا له اجازه ورنه كړې شي’ تورونه لګول پېښودل دي او میثاق معیشت له اتفاق كول دي’ د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له دې اقامات وكړې شي’ د قرض پلټنو له دې د جوړ كمېشن کارروائی د پېښور بی آر ټی پروژې څخه پيل كړې شي’ د قامی تاریخ وړومبنې بجټ دے چې د هېواد ټولې طبقې احتجاج كوي’ قام ته دې وئيلي شي چې كله او د چا په وړاندې اېن آر او غوښتلې شوي’ مسلم لیګ (ن) چې كله اقتدار سنبھال كړو هغه وخت هېواد د ترهه ګرۍ ‘ لوډشیډنګ پشمول نورو چيلنجونو سره مخ وؤ خو په 5 كلونو كښې د هېواد څخه ترهه ګري او لوډشیډنګ ختمولو پشمول د معیشت ښه والې له کارکردګی ښودلې شوي’ تر يو لکھ د مياشتې تنخا اخستونكې د ټيكس څخه مستثنيٰ وؤ، ګریډ 01 نه تر 16 ملازمانو په تنخا كښې دې 50 فیصده اضافه وكړې شي، د برېښنا او ګاز بيعه دې د 31 مئی 2018ء سطح ته راوستلې شي، د غوړو او د خوراكې تيلو بيعه كښې زياتوالې دې بيرته واخستلې شي او د صحت او تعلیم څانګو لپاره دې زيات بجټ بيل كړې شي۔ د شورو په ولرځ قامی اسمبلۍ كښې په بجټ 20-2019 بحث پيل كښې شهباز شریف ووئيل تيرو څلورو ورځو راهسې چې څه په ايوان كښې شوې هغه مناسب نه وؤ۔ ده ووئيل پخواني اولس مشر آصف زرداری’ خواجه سعد رفیق، محسن داوړ او د نورور پروډکشن آرډر دې جاری کړې شي، بجټ سېشن يو مهمه موقع ده ، د څلورو واړو صوبو څخه غړو ووټ ترلاسه كړې، ده ووئېل د زنداني غړو په اسمبلۍ كښې موجودګی باوري كول د سپیکر ذمه واري ده۔ ده ووئيل په 2013ء كښې چې كله مسلم لیګ (ن) اقتدار سنبھال كړو نو هېواد د بيلو چيلنجونو سره مخ ؤ، د برېښنا مسئله زياته وه ، پخواني اولس مشر پرویز مشرف د بھاشا بند پروژې د بنياد تيګه اېښودلو سره وګړي دهوكه كړې وو ، ده ووئېل د پاکستان پرمختګ لپاره لازمې پروژې نظرانداز کړې شوي، 20٬ 20 ساعته لوډشيډنګ به كيدو ، ما هغه وخت جذبات كښې وئيلي وو چې كه لوے څښتن مونږ له موقع راكړه نو په 6 مياشتو كښې به لوډشیډنګ ختم كړې شي، په هغې بيا ډيرې خبرې وشوي۔ده ووئيل د پاکستان معیشت د دھرنو او احتجاج په وجه ستونزو سره مخ شوې ٬ سره د دغې ټولو چيلنجونو د برېښنا بحران ختمولو ‘ معیشت بحالۍ ‘ په ترهه ګرۍ قابو موندلو له مثبت اقدامات شوې، ده ووئېل د برېښنا په بحران قابو موندلو او د لوډشیډنګ ختمولو لپاره چين زمونږ مرسته كړې۔ سی پیك ترمخه پورټ قاسم’ تھرکول’ بلوچستان’ پنجاب او کے پی کے كښې د برېښنا پروژې پيل شوې ، هغه وخت څوك هم زمونږ ملګرتيا له چمتو نه وؤ۔ ده ووئېل پی ټی آئی هغه وخت ووئيل د سی پیك ترمخه سرمایه کاری نه بلکه دا په 08 فیصده سود قرض ده، په دې معامله به بيا بيا مونږ سپيناوې كولو او بيا هغوي پخپله اومنله چې دا خو سرمایه کاری ده۔ شهباز شريف ووئيل هر څه بيرته راځي خو چې يو ځل باور ختم شي هغه بيا نه راځي۔ نواز شریف او د هغه ډلې خپل وخت كښې د 11 زره میګاواټ پروژې لګولې۔ ده ووئيل پاکستان څخه د لوډشیډنګ ختمول د تاریخ يو روښانه برخه ده، نیلم جهلم پروژه د يو ارب ډالرو څخه پيل شوې خو هغه په 5 اربه ډالرو كښې بشپړه شوې، د نواز شریف په دور كښې بشپړو شوو د برېښنا پروژو كښې په اربونو روپو بچت شوې۔ د جی ډی پی شرح 5.8 فیصد ته رسولې شوي كومه چې د نړۍ لويو لويو ادارو منلې ده۔ ده ووئېل ګرانۍ په وجه د عام وګړي ژوند مشكل شوې، كله چې مونږ اقتدار سنبھال كړو نو د ګرانۍ شرح 12 فیصده وه۔زمونږ ډلې شپه ورځ هلې ځلې كولو سره ګراني د درې فیصده څخه هم لاندې راوستې كوم چې يو ريكارډ دے۔ ده ووئيل زمونږ په حکومت كښې د 40 پوهنتونونو د بنياد تيګه اېښودلې شوي ‘ د تعلیم بجټ 47 اربه روپو ته رسولې شوي دغسې چې د هېواد ځوانان تعلیم ترلاسه كړي۔ د مخالفې ډلې مشر ووئېل مونږ ردالفساد او ضرب عضب عمليات پيل كړې ، پاك پوځ او امنيتي ادارو شهيدا

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں