د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان كے الېكټرك ته د برېښنا د رسنې نظام ښه كولو هدايت وكړو

image

اسلام آباد 15 جون (اے پي پي﴾ د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان كے الېكټرك ته د برېښنا د رسنې نظام ښه كولو هدايت كړے۔ د خالي په ورځ په خپل ټويټ پېغام كښې ده ووئيل چې وفاقي حكومت د كراچې د وګړو كشالې په نظر كښې ساتلو سره د وړاندې نه كے الېكټرك لپاره د 150 مېګاواټه اضافي برېښنا منظوري وركړې۔ د كے الېكټرك د برېښنا د رسد نظام اضافي برېښنا وركولو لپاره مناسب نه دے۔ ده ووئيل چې سوئي سدرن ګېس پائپ لائن كمپني كے الېكټرك ته د 10 تر 15 اېم اېم سي اېف ډي اضاف ګاز وركوي۔ ده برېښنا پېدا كولو لپاره د كے الېكټرك پلانټونو ته د ګاز د كم فشار اطلاعات رد كړل۔

مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں