د خبريال كار صحافت كول دي٬ كه خبريال سياست كوي نو سياستمدار به څه كوي

image

اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د خبريال كار صحافت كول دي٬ كه خبريال سياست كوي نو سياستمدار به څه كوي٬ عرفان صديقي خبريال نه سياستمدار دے او د پخواني حكومت سلاحكار پاتې شوے٬ د رخصتې په ورځ هغه لپاره د زندان دروازې پرانستل او د هغه رابهر كوونكې وزيراعظم دے۔ د نهې په ورځ د مېډيا بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل حكومت كوم خبريال٬ مېډيا وركر يا مېډيا سره تعلق لرونكي هدف كول او هغوي ته اذيت٬ تكليف يا زيان رسول نه غواړي كه څوك وهم لري نو د دې علاج لقمان حكيم سره هم نشته۔ هغې ووئيل عرفان صديقي يو سياستمدار دے٬ خبريال نه دے٬ د ده په شا يو سياسي ګوند ولاړ دے۔ دې ووئېل د كورنيو چارو وزير هم دې ته اشاره كړې چې يو خبريال چې د عرفان صديقي وېډيو د خپل موبائيل نه جوړه كړې او د قلم پورته كولو ئې مشوره وركړې او بيا هغه شوټنګ څنګه د مسلم ليګ ن مېډيا سېل ته تللې او بيا هم دغه شوټنګ زمونږ قامي مېډيا ته رسېدلې دے

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں