د ډاكټر فردوس عاشق اعوان سري لنكا كښې د چاؤدنو په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو او املاكو په زيان د غم دړد څرګندونه

image

اسلام آباد ۔ 21 اپرېل (اے پی پی) اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان سري لنكا كښې د ايسټر په موقع د چاؤدنو په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو او املاكو په زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ خپل بيان كښې دې ووئيل ترهګر د امن دښمنان دي او دوئي كوم مذهب سره تعلق نه لري۔ دې ووئيل پاكستان د غم په دې وخت كښې ځپليو كورنيو سره دې۔ دې ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ځاني او مالي قربانۍ وركړې دي۔ د پاكستان اولس ته دغمجنيو كورنيو د غم احساس دې ولې چې پاكستاني اولس په خپله د خپلو د جدا كېدو غم ليدلې دې

مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں