پاکستان او اروپائي ائتلاف په معاشي او سماجي څانګو كښې د اړيكو ودې لپاره ستراتېژكي اړيكو ته سلا

image

اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) پاکستان او اروپائي ائتلاف په معاشي او سماجي څانګو كښې د اړيكو ودې لپاره ه ستراتېژكي اړيكو ته سلا شوې او اروپائي ائتلاف د پاكستان د حكومتي ترجيحاتو د بشپړه ملاټر اعلان كولو سره د غريبۍ ختمولو كښې د مرستې باور كړې٬ او د انتها خوښۍ او ترهګرۍ په ضد د پاكستان د اقداماتو ملاتړ او هند سره د اړي ګړي په صورتحال كښې د پاكستان د كردار ستائنه شوې۔ د ګل په ورځ د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه پاكستان كښې تزويراتي مذاكرات شوي چې پكښې فېډريكا مورګېني د اروپائي ائتلاف او خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پاكستاني پلاوي مشري كوله ۔د مذاكراتو په مهال په ګڼ اړخيزه اړيكو ٬ منطقه كښې د امن صورتحال پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د مذاكراتو په ګڼ اړخيزه اړيكو ٬ منطقه كښې د امن صورتحال پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ دواړو ډلو د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د موجوده دوه اړخيزه اړيكو په نوعيت د اطمينان څرګندونه كړې ۔ دواړه ډلې د تجارت ٬ سرمايه كارۍ د اوږدې مودې پرمختګ ٬ د توان په څانګو كښې دوه اړخيزه شراكت دارۍ ته سلا شوي۔ د دې نه پس په خارجه وزارت كښې د ګډې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې شاه محمود قرېشي ووئيل چې فېډريكا مورګېني سره ډېر ګټورې خبرې شوې دي چې پكښې شريكو اړيكو او مرستې ته په وده وركولو هم خبرې اترې شوې دي په دې ٬ اروپائي ائتلاف سره د غريبۍ ختمولو ٬ صحت ٬ تعليم ٬ تجارت و سرمايه كارۍ ګورننس او په قانوني چارو خبرې اشوې دي۔ د اروپائي ائتلاف او د تحريك انصاف د حكومت په پاليسو كښې مماثلت لري۔ ده ووئيل چې په مذاكراتو كښې په نېشنل اېكشن پلان ٬ انتها خوښۍ او په بېلا بېلو څانګو كښې په ګډه كار كولو لپاره هم خبرې اشوې دي۔ د خبرو اترو په مهال د افغان امن عمل پحقله هم خبرې شوې دي خارجه وزير اروپائي ائتلاف په افغان عمل كښې د پاكستان د كردار نه خبر كړو۔ په دې موقع اروپائي ائتلاف سره د هند په اړه په موجود صورتحال هم خبرې اترې شوې دي۔ ده ووئيل هند سره ټولې مسئلې يوازې د خبرو اترو د لارې حل كيدې شي٬ د پاكستان او هند ترمينځه جنګ سره يوه مسئله هم نه شي حل كېدې ٬ پاكستان هند سره د اړي ګړي كمي لپاره اقدامات كړې دي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل ائتلاف سره په ويزه ٬ سېلګرۍ او په نورو چارو هم خبرې اترې سوې دي۔ ده وئيل چې ګاٶنډي هېواد ايران سره اړيكې پاكستان لپاره ډېر اهميت لري۔ ده ووئيل اروپائي ائتلاف هېوادونو څخه برآمدات كښې اضافې او تجارت زياتېږي ٬ ائتلاف لخوا وركړې شوي رعايتونو څخه بشپړه استفادې ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل حكومت د برآمداتو ودې او د تجارتي زيان كمولو عزم لري ٬ جي اېس پي پلس څخه د پاكستان برآمدات ته وده ترلاسه شوي۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې د اسلامو فوبيا خپرېدل اندېښنې وړ دي٬د كرائسټ چرچ په پېښه كښې 9 پاكستانيان هم شهيدان شوې٬ د نيوزي لېنډ په پېښه د وزيراعظمې اقدامات د ستائنې جوګه دي٬ ھغې ثابته كړې چې د سختو خالاتو مخنيوي به نه كولې شي۔ په دې موقع د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر فيډريكا مورګېني ووئيل پاكستان په هركلي او په ګټورو خبرو اترو خوشحاله شوې يم ٬ دا د دواړو ډلو د ستراتېژك مذاكراتو څلورم دور ٶ٬ پاكستان سره په بېلا بېلو څانګو كښې په مرسته سلا شوې٬ په لوظنامې لاسليك لپاره به د خارجه وزير شاه محمود قرېشي برسلز راتګ به هركلې كوٶ۔ ده ووئيل د غريبۍ ختولو او د حكومت په نورو ترجيحاتو كښې به د پاكستان مرسته كوٶ٬ پاکستان ته په اروپائي ماركيټ كښې هر ډول ممكنه رسنه وركوٶ٬ د پاكستان د حكومتي ترجيحاتو بشپړه ملاتړ كوٶ۔ ده ووئيل د پاكستان لخوا په لويه شميره د افغان كډوالو د تېرو څو لسيزو راهسې پناه وركول د ستائنې وړ اقدام دے٬ هند سره پ اړي ګړي كښې كمې لپاره د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے ٬ پاكستان سيمه ايز امن او استحكام لپاره د ترهګرۍ په ضد اقدامات كړې دي ۔ ده ووئيل اروپائي ائتلاف د انتها خوښۍ او ترهګرۍ په ضد د پاكستان د اقدامات ملاتړ كوي۔ د نيوزي لېنډ په پېښه كښې د شهيد شويو پاكستانيو كورنيو سره خواخوږي لرو٬ نړۍ په هر ځائ كښې په عبادت ځايونو بريد كول ډېر د افسوس خبره ده ٬ نړۍ كښې اسلامو فوبيا خپرېدل ټولو لپاره د خطر خبره ده ٬ ټولو ټولنو له به دې خطرو څخه بچ كېدو لپاره اقداماتو كولو ته ضرورت دے ۔ ده ووئيل اروپائي ائتلاف په تركيه كښې په دې وروستيو كښې د او آئي سي په غونډه كښې هم په اسلامو فوبيا خبره شوې٬ د اسلامو فوبیا پشمول په يو مذهب بريد د نه زغملو وړ دے٬ نړۍ كښې هېڅوك دا حق نه لري چې يو مذهب سره تعلق لرونكي ته زيان ورسوي٬ اروپائي ائتلاف ګرده نړۍ كښې د مثبت اقدارو د ودې عزم لري

مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں