د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی لخوا ډاكټرانو لپاره د حفاظتي سامان لېږلو 5م پړاؤ پېل شو

image

اسلام آباد ۔ 10مئی (اے پی پی) د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی لخوا ډاكټرانو لپاره د حفاظتي سامان لېږلو 5م پړاؤ پېل كړې شو۔ په دې لړ كښې د بلوچستان 4 روغتونونو ته سامان روان كړې شوې۔ د اېن ډي اېم اے وياند له مخې د اتوار په ورځ استولې شوي سامان كښې درې پی سی آر ټېسټنګ مشینونه او 20 زره ټېسټنګ کټس شامل دي۔ بلوچستان ته 20 زره سرجیکل ماسک، 6 زره D-95 او 10 زره KN-95 ماسک ولېږلې شول۔ دې سره سره لېږلې شوي سامان كښې 14 زره حفاظتی سوټ، 16 زره جوړې دستانې او 500 ګاؤنز هم شامل دي۔ وياند زياته كړه چې بلوچستان لپاره 500 فېس شیلډ ٬ 800 حفاظتی چشمې او 8 زره سنیټائزر بوتلې هم لېږلې شوې دي۔ د وياند له مخې پاتې صوبو له هم د سامان لېږلو 5م پړاؤ پېل كولې شي

مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں