د خپل خاوند مړې به د ژوند تر ورستۍ سلګۍ غواړم۔ د شهيد افضل ګورو كورودانې

image

سرینګر۔ 9 فروری (اے پی پی)مقبوضه کشمیر كښې د آزادي خوښ لارښود محمد افضل ګورو كورودانې وئيلي دي چې هغه به د خپل خاوند مړې د ژوند تر ورستۍ سلګۍ غواړي۔ د كشمير ميډيا سروس ترمخه هند محمد افضل ګورو د فرورۍ په 9 مه نېټه كال 2013 كښې د نوي ډيلي په تہاړ زندان كښې په سولۍ كړې وو او دې ئې د زندان به احاطه كښې دفن كړې وو۔ د کشمیر میډیا سروس ترمخه د شهيد كورودانې يوې ميډيا انټرويو كښې ووئيل چې هغه په تهاړ زندان كښې د خپل خاوند د كارولې شويو كتابونو ٬ جامو او نورو څيزونو مطالبه هم كوي ولې د شپږ كاله مودې تېرېدو باوجود نه خو دې ته د خاوند مړې وركړې شو او نه د هغه څيزونه۔ دې ووئيل زمونږ په كور هر كال د دعا خاص دستوره كېدله په كومه كښې به چې زمونږ د ګڼ شمېر خپلوانو سره سره عام وګړو ګډون كولو۔ ولې دا ځل قابضې انتظاميې او هندي ځواك په دستوره بندېز لګولې دې او دې كښې ګډون ته څوك نه پرېږدي

مضمون کا ماخذ : فائر جوکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں