پائېداره پرمختګ يواځې د امن د لارې ممکن دے

image
APP29-10 ANTALYA: October 10 - Deputy Chairman Senate, Saleem Mandviwalla and head of the delegation of Thailand, member of the National Legislative Assembly, Kitti Wasinondh leading their respective delegations during delegation level meeting at the 3rd meeting of the Speakers of Eurasia Countries’ Parliaments (MSEAP). APP

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ دوهم چیئرمېن سلیم مانډوی والا وئيلي دي پائېداره پرمختګ يواځې د امن د لارې ممکن دے، كوټلې امن له د كشمير مسئلې حل ته اړتيا ده، کشمیر او فلسطین د ملګرو ملتونو لپاره د حل كولو مسئلې دي، کشمیر نړيوال امن له فلېش پوائنټ دے، د كشمير اولس د ریاستی تشدد ښکار دے، نړيواله ورورولي دې مقبوضه کشمیر كښې د بشرې حقونو خلاف ورزیو نوټس واخلي، نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل كولو له خپل کردار ترسره كړي۔۔ د تركيې اناطولیه ښار كښې دريم یورو اسيائي پارلمان غونډې ته خپل خطاب کښې ده ووئيل سيمه ايزې رابطو او د آزاد تجارت د لارې شريك اهداف ترلاسه كيدې شي ۔ ده ووئيل د پاکستانی معیشت د چیلنجونو سره مخ دے ٬ پاکستان د كوټلې پرمختګ اهدافو ته پام لرنه كوي۔ ده ووئيل یورو اسيائي هېوادونو كښې شريكو رابطو له دې مستقل سیکټريټ جوړ كړې شي۔ پاکستان د یورو اسيائي هېوادونو راروان کنفرنس كوربتوب كول غواړي۔ دوهم چيرمين ووئيل د اسيائي پارلمانی اسمبلۍ سیاسی چارو کمېټۍ غونډه پاکستان كښې كېږي۔ دغه غونډه به د 29 نه تر 31 اکتوبر ګوادر كښې كېږي۔ اسيائي پارلمانی اسمبلۍ غړو له پھ غونډه كښې بلنه وركوم۔ ده ووئيل کنفرنس كښې شريك هېوادونه نړيوال سیاست كښې د امن او سوكالۍ لپاره خپل كردار ترسره كولې شي۔ سلیم مانډوی والا ووئيل پرمختلليو هېوادونو كښې د غريبۍ ختمولو له دې شريكه مرسته زياته كړې شي۔یورواسيائي کنفرنس كښې د 40 هېوادونو استازې ګډون كوي۔ د سېنېټ دوهم چيئرمېن سره پلاوي كښې سناتور محسن عزیز، نصیب اللہ بازئی، خوش بخت شجاعت، جنید اکبر او عامر ارباب مشتمل دي

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں