اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د اوبو كمے د موسمياتي بدلون څخه ځپلي پاكستان لپاره يو لوئي چېلنج ګرځولو سره وئېلي دي په دې اړه په فطرت اډانه حل لټولو او د اوبو تحفظ په اړه شهري احساس ته وده وركولو غوندې سمدستي اقدامات د وخت مهم ضرورت دے ٬صدر د افتونو پشمول د اوبو كمے د موسمياتي ايمرجنسي يو لويې علامت وګرځولو او د حكومتونو٬كاروباري ادارو او وګړو لخوا دې مسئلې ته په ترجيح وركولو ئې زور راوړو ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د 6م كراچي انټرنېشنل واټر كنفرنس اختتامي سېشن ته خپل ويډيو لنك خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل اولس ته په شعوري توګه د اوبو استعمال تعليم وركولو سره په دې اړه په رويو كښې د بدلون راوستلو ضرورت دے ۔په كراچۍ كښې شوې دې كنفرنس كښې د ماحوليات او غذائي تحفظ په اړه ځايې او نړيوالو پوهانو ګډون كولو چا چې د موسمياتي بدلونونو په لړ كښې هېواد ته د رامخې ته شوو د اوبو كمي په اړه په سنګينو چېلنجونو رڼا واچوله۔صدر مملكت ډاكټر عارف ووئيل د اوبو بچت لپاره د ټېكنالوجي استعمال او د سېلاب او ډرپ اريګيشن انتظام سره هم د غذائي تحفظ په مسئلو قابو موندلے كېدے شي۔ده هيله څرګنده كړه چې په دوه ورځني كنفرنس كښې خبرې اترې به د اوبو٬خوراك او د معاش تحفظ په اړه په مسئلو عملي اقدامات كښې مهم كردار ترسره كړي۔كنفرنس كښې د اينګرو كارپورېشن صدر غياث خان٬د اېن اي ډي پوهنتون وائرس چانسلرې ډاكتر سروش لودهي٬د حصار فاؤنډېشن چيئرپرسن سميع كمال او د تعليم پوهانو هم ګډون كولو۔