اسلام آباد ۔ 8 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پخوا د سيمه ايزو شخړو له امله پاكستان زيات زيان پورته كړې۔ اوس به منطقه كښې په كومه شخړه كښې برخه نه اخل?? ٬ ??ياهم د امن شراكت دار په توګه به خپل كردار ترسره كوو۔ ده دا خبره د شورؤ په ورځ د عمان د اوقاف او مذهبي چارو و??ير شېخ عبد الله بن محمد بن عبد الله سره ملاقات كښې وكړه۔ په دې مهال وزیراعظم عمران خان سلطان قابوس بن سید السید له د نېكو هيلو څر??ندونه هم وكړه۔ د پاكستان او عمان ترمينځھ په روايتي توګه د ورورولۍ نزدې اړيكو ذكر كولو سره وزيراعظم عمران خان په ټولو څانګو كښې دوه ا??خيزه ا??يكې لا مستحكم كولو له خپله خوښي څر??نده كړه۔ وزیراعظم خپلو خبرو كښې له 5 مياشتو زياتې مودې څخه په هندي مقبوضه جمو وكشمير كښې د غېر انساني لاك ډاؤن په نتيجه كښې د انسانيت په ضد په رامخې ته شوي ناوړه صورتحال رڼا واچوله۔ ده د اقليتونو او په خاص توګه د مسلمانانو په ضد د جے پي حكومت په امتيازي پالېسيو هم خبره وكړه۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغوي په دې صورتحال قابو موندلو له په سمدستي توګه ګامونه پورته كړي۔ ملاقات كښې منځني ختيز او خليجي منطقه كښې په روان پېشرفت هم د خيالاتو څر??ندونه وشوه۔ د منطقې په روانه وضعه ژوره اندېښنه څر??ندولو سره وزيراعظم تاؤ تريخوالې ختمولو له د ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړو۔ وزیراعظم ووئيل جنګ د چا په ګټه نه دے۔ وزيراعظم د اختلافاتو او شخړو سولييز حل له د امريكې او ايران سره سره د ايران او سعودي عربستان ترمينځھ رابطو له د خپلو هڅو ذكر هم وكړو۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې پاكستان به ټول عمري د امن شراكت دار وي۔ په دې لړ كښې ده ووئيل پاكستان به د تاؤ تريخوالي خمتول?? ٬ ?? شخړو مخنيوي او د امن لپاره خپل كردار ترسره كوي