وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان بيت المال اېم ډي عون عباسي ملاقات

image

اسلام آباد 29 جولائي ﴿اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان بيت المال اېم ډي عون عباسي د ګل په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې ملاقات كړے او هغه ته ئې د پاكستان بيت المال د يو كال د كاركردګۍ راپور وړاندې كړے۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان د پاكستان بيت المال لخوا د مستحقو كسانو خېر ښېګړې لپاره شوي اقدامات وستائيل۔ د ملاقات په مهال د پاكستان بيت المال اېم ډي وزيراعظم ته د احساس پروګرام له مخې د روان مالي كال په مهال د پېل كېدونكو دارالاحساس مركزونو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو چرته به چې د 10 زرو نه د زياتو ماشومانو د تعليم او تربيې پشمول مكمل كفالت كولې شي۔ ده وزيراعظم ته د بيت المال لخوا د وركړې كېدونكو اسانيو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو او علاج معالجې لپاره ئې د خواست طريقه كار او معلوماتو وركولو په اړه خبر كړو۔ ده د پاكستان بيت المال موبائيل اېپ او د ون ونډو آپرېشن په اړه هم وزيراعظم ته بريفنګ وركړو

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں