اولس مشر ډاكټر عارف علوي د ترهګرې په بريدونو كښې د پاك پوځ شهيدو شوو افسرانو او د ځوانانو كورنيو سره په ټيليفون خبرې وكړې

image

اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي ټول قام د هېواد دفاع لپاره خپلو وسله والو ځواكونو سره اوګه په اوګه ولاړ دے۔ اولس مشر دا خبرې په بلوچستان او شمالي وزيرستان كښې د ترهګرې په بريدونو كښې د شهيدو شوو كېپټن محمد عاقب جاوید، حوالدار خالد محمود، سپاهی عاطف الطاف، سپاهی حفیظ اللہ، سپاهی مرزا بابر، سپاهی محمد بچل، سپاهی نوید خان، سپاهی احسن عباس، سپاهی نادر حسین او سپاهی علی رضا كورنيو سره په ټيليفون رابطه كولو كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل قام به تل د خوږ وطن دفاع لپاره د خپل ځان قربانۍ وركوونكو شهيدانو قرض دار وي۔ اولس مشر د شهيدانو لوړو درجو او د دوي كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه او د دې كورنيو د بهادرې او حوصلې ئې ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں