وزيراعظم شهباز شريف سره د پاكستان بزنس كونسل چيئرمېن محمد اورنګزېب په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو

image

كراچي 26جولائی(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې حكومت د سرمايه كارۍ آسانولو او كاروبار دوستې پالېسيو رامخې ته كولو د لارې د هېواد معيشت بحالولو له ګامونه پورته كوي٬ مونږ به د معاشي بحالۍ په لړ كښې د نړيوالو شراكتدارو٬سرمايه كارو او كاروباري شخصياتو د باور په ځايې ساتلو موقعې نه ضائع كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پاكستان بزنس كونسل چيئرمېن محمد اورنګزېب په مشرۍ كښې د پي بسي پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې د تېر يو كال په مهال د اتحادي حكومت هڅو سره د پاكستان د ديواليه كېدو خطره ختمه شوې ۔ په اتحادي حكومت كښې شامل ټولو ګوندونو د حكومت په هره پريكړه كښې مرسته كړی كومه چې د ستائنې وړ ده۔وزيراعظم ووئيل چې د پاك پروردګار په فضل د پاكستان معيشت پرمختګ پلو روان دې۔د پاكستان بزنس كونسل پلاوي معاشي بحالۍ له وفاقي حكومت هڅې وستائېلې۔ دوي د وزيراعظم په مشرۍ كښېې آئي اېم اېف سره د كاميابې لوظنامې كولو له د حكومت معاشي ډلې د هڅو ستائنه وكړه۔ پلاوي كاروباري ورورولۍ سره په ملاقات كولو او د هغوي وړاندېزونه د پالېسۍ برخې په جوړولو د وزيراعظم مننه وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان بزنس كونسل وړاندېزونو ته هركلې كولو سره وئېلي دي چې په پاكستان كښې سوداګره ورورولي تل د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مرستياله پاتې شوې۔د ملاقات په مهال وفاقي وزيران مريم اورنګزېب٬انجينئر خرم دستګير٬د پېټروليم وزير مملكت ډاكتر مصدق ملك٬د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري٬د سټېټ بانك ګورنر٬د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه٬د پارليمان غړي او اړوند چارواكي هم موجود وو

مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں