اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان دورې سره به چين سره اړېكې لا قوي شي۔ د زيارت په ورځ ميديا ته د بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د چين په مهمه دوره تلونكې دے٬ پاكستان چين سره په زړه پورې اړېكې لري ٬ د ه ووئيل د وزيراعظم دورې سره به د چين سرمايه كاري زياته شي او سي پېك سره به اړېكې لا قوي شي