محمد صادق سنجراني سره د قطر د شاهي كورنۍ غړي شېخ علي عبداللہ الثاني وليدل

image

اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجراني سره قطر د شاهي كورنۍ غړي شېخ علي عبداللہ الثاني د زيارت په ورځ ليدلي۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او دوه اړخيزه اړيكو ته په لا وده وركولو غور وشو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاکستان قطر سره د ملګرتيا اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او شريك روابط لا لا پراخه كولو لپاره زيات ګنجائش موجود دے ۔ د يادونې وړ ده چې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د تېرو 15 كالو راهېسې شېخ الثاني سره كورني مراسم لري

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں