سعودي عربستان او پاكستان د ملګرتيا تاريخي اړيكې لري

image

اسلام آباد 19ستمبر (اے پی پی) د سعودي د اطلاعات وزير صلاحكار فهيم بن حامد الحامد وئېلي دي سعودي عربستان او پاكستان د ملګرتيا تاريخي اړيكې لري٬د وزيراعظم عمران خان دوره زيات اهميت لري٬سعودي او پاكستان به په نړۍ كښې د اسلام حقيقي عكس راوړاندې كولو له كار كوي۔پي ټي وي سره پھ خپلو خبرو كښې هغه ووئيل د پاكستان وزيراعظم عمران خان دا وړومبۍ غېر ملكي دوره وه چې د مينې٬امن او محبت پیغام ئې وركړي۔ده ووئيل د خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د خزانې وزير اسد عمر او د اطلاعات او خپرونو وزير فواد چوهدري سره د وزيراعظم دوره به كاميابه ثابت شي۔ده ووئيل عمران خان د سعودي لپاره د مينې او ملاتړ پېغام راوړې۔هغه ووئيل د دورې پھ مهال شريكې مرستې او دوه اړخيزه اړيكو ته به پام لرنه كولې شي۔هغه ووئيل دې دورې سره به د ملګرتيا٬ستراتېژېكي او معاشي اړيكې لا مستحكم شي٬دواړه هېوادونه وژن 2030 ترمخه پھ ګډه كار كولو له چمتو دي كوم چې سعودي عرب٬مينځني ختيز او اسلامي هېوادونو لپاره ګيم چينجر دے

مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں