د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د بلوچستان صوبائی کابینې غونډه

image

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د بلوچستان صوبائی کابینې غونډه د خالي په ورځ کوئټه كښې وشوه۔ په غونډه كښې د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی ، د قامي اسمبلۍ دوهم سپیکر قاسم سوری د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر فواد حسېن چوهدري ، د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي ، د وزیراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال نعیم الحق او خاص مرستيال افتخار درانی ګډون وكړو۔ د بلوچستان وزیراعلی جام محمد کمال وزیراعظم ته د خپل اړخه او صوبائی کابینې غړو لخوا هركلې ووئيلو او د بلوچستان په صورتحال كښې په ذاتی خوښې لرلو ئې د وزیراعظم مننه وكړه۔ غونډه كښې وزیراعظم ته په بلوچستان كښې سماجی او معاشی پرمختيائي پروژو په اړه تفصیلی بریفنګ هم وركړې شو۔

مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں