د نائيجېريا په صدارتي ټاكنو كښې د محمد بخاري د كاميابۍ اعلان

image

ابوجه 27 فروری (اے پی پی)نائيجريا كښې په شوي صدارتي ټاكنو كښې موجوده اولس مشر محمد بخاري كامياب ګرځولې شوې۔د خالي په ورځ شوو ټاكنو كښې محمد بخاري 56 فيصده او د هغه مخالف پخوانې دوهم اولس مشر عتيقو ابوبكر 41 فيصد رائې ترلاسه كړي۔د ټاكنو نه وړاندې د دې دواړو كانديدانو ترمينځه د سختې مقابلې پيشنګوئي شوې وه۔محمد بخاري د كال 2015 څخه د نائيجېريا اولس مشر په توګه وظيفه ترسره كوي۔په نائيجېريا كښې د شوو ټاكنو په موقع د تشدد د پېښو په نتيجه كښې ګڼ شمېر كسان مړه شوي دي ۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں