سېنېټ د ټولټاكنو خنډولو قرارداد منظور كړو

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) سېنېټ د هېواد په بېلا بېلو سيمو كښې د موسم شدت او د امنيتي اندېښنو په سبب د فرورۍ په اتمه نيټه كېدونكې ټول ټانكې ځنډولو لپاره قرارداد په يوه خله منظور كړے، په قرارداد كښې په الېكشن كمېشن زور رواړلے شوے چې ھغه په سمدستي توګه د انتخابات په التواء عملدرامد وكړي او دا خبره باوري كړي چې په نظر ثانې شوې نيټه د ټول ټاكنو سوله ايزې تابيا لپاره ټول ضروري انتظامات وكړي ٬ الېكشن كمېشن څخه دا هيله هم لرلې شوې چې ھغه ټول شراكتدار٬ سياسي ګوندونه او د كميونټيز تحفظات لرې كولو ٬ خپلواكه او په انصاف اډانه انتخابات لپاره سازګار ماحول وركړي۔ د جمعې په ورځ د ايوان بالا په غونډه كښې سينيټر دلاور خان قرارداد وړاندې كړو چې د پاكستان آئين د هېواد هر وګړي له د ووټ حق وركوي، خپلواكه او په انصاف آډانه انتخابات كولو لپاره د الېكشن كمېشن آئيني ذمه واري ده چې ټول اولس په اتنخابي عمل كښې شامل كړي۔ قرارداد كښې ووئيل شول د موسمي حالاتو له مخې په يخو سيمو كښې ووټر ټرن آٶټ زيات نه وي٬ په بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې په جنورۍ او فرورۍ كښې موسم ډېر يخ وي٬ د بېلا بېلو ډلو او سياسي ګوندونو غړو د انتخابي عمل په مهال په يخو سيمو كښې ټولټاكنو كښې د خلقو په ګډون د تشويش څرګندونه كړې ٬ دا ايوان په دې خبره تشويش لري چې په دې وروستيو پېښو چې پكښې د جمعيت علمائے اسلام (ف) په مشر مولانا فضل الرحمن او په پخواني اېم اېن اے محسن داوړ د بريد ناكامه هڅې شوي او د عوامي نېشنل پارټي مشر ايمل ولي خان ته په فون دړكې وركړے شوي او دغسې اېمل ولي خان او نورو سياسي مشرانو د سياسي لارښودو په حفاظت د اندېښنو څرګندونه هم كړې ۔ قرارداد كښې وئيلي شوي چې داخله وزارت هم د نوموړو سياستمدارو ژوند ته د خطرو په اړه هغوي خبر كړي چې له مخې ئې سياسي ګوندونو ته آزاد او پاك انتخابي كمپائن چلولو په اړه رامخئ ته چېلنجونه لا زيات شوي٬ قرارداد كښې وئيلي شوي په خاص توګه شمالي لويديزه خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې په امنيتي ځواكونو او وګړو بريدونه زيات شوي٬ استخباراتي ادارو په دواړو صوبو كښې په انتخابي لاريونونو د عسكريت خوښو د بريدونو د خطرو وئېلي دي ۔ قرارداد كښې وئيلي شوي چې په هېواد كښې د كرونا د بلې چپې بيا راپورته كېدو په سبب د صحت څانګې په اړه هم اندېښنې لرلې شي٬ دا ايوان د دې خبرې پخلے كوي چې سېنېټ د صوبو د حقونو محافظ په حېث د آئيني ضمانتونو باوري كولو او د كوچنيو صوبو په خاص توګه په جغرافيائي توګه د كمزورو سيمو د اندېښنو لرې كولو پابند دے۔ دغسې سېنېټ د دې عزم څرګندونه كوي چې جائز اندېښې لرې كولو نه غېر انتخابي كمپائن له موقعې وركول او د سياست مدارو او د وګړو د تحفظ ضمانت نه غېر د ټاكنو تابيا به د وګړو د بنيادي حقونو د خلاف وزرۍ مترادف وي، د پاکستان د ټولو سيمو او سياسي ګوندو تعلق لرونكو موثره ګډون باوري كولو لپاره د فرورۍ په اتمه نيټه كال 2024 د كېدونكو ټاكنو شېډول ځنډېدے شي چې مقصد ېې په انتخابي عمل كښې د خلقو ګډون لپاره د دوي د آئيني حق تحفظ برقرار ساتل دي٬ قرارداد كښې په الېكش كمېشن زور رواړلے شوے چې ھغه په سمدستي توګه په انتخابي التواء عملدرامد وكړي او دا خبره باوري كړي چې په نظر ثانې شوې نيټه د انتخاباتو په امناكه ډول كولو لپاره ټول ضروري انتظامات وكړي٬ الېكشن كمېشن څخه دا هيله هم لرلې شوې چې ھغه ټول شراكتدار٬ سياسي ګوندونه او د كميونټيز تحفظات لرې كولو او آزاد او په انصاف اډانه انتخابات لپاره سازګار ماحول راجوړ كړي۔ قرارداد كښې وئيلې شوي سېنېټ د انتخابي عمل سپېځلتيا باوري كولو له په نظرثاني كېدونكې شيډول په موثره ډول عملدرآمد كولو لپاره د الېكشن كمېشن په صلاحيت د اعتماد څرګندونه كوي۔ دغسې چې د سېنېټ چيئرمېن د پارلماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي څخه په قرارداد رائے واخسته نو ھغه د قرارداد مخالفت وكړو٬ د دې نه وروستو د سېنېټ چيئرمېن قرارداد منظورۍ له ايوان ته وړاندې كړو او ايوان په يوه خله د قرارداد منظوري وركړه

مضمون کا ماخذ : رومن دولت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں