وزيراعظم عمران خان د امريکې د ايوان نمائندګان د سپيکرې نېنسي پلوسي د دفتر دوره وكړه

image
APP12-24 WASHINGTON: July 24 - Prime Minister Imran Khan in a meeting with Speaker of the US House of Representatives Nancy Pelosi at her Office in the Capitol Hill. APP

واشنګټن 24 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د امريکې د ايوان نمائندګان د سپيکرې نېنسي پلوسي د دفتر دوره كړې۔ په دې موقع سپيكري د وزيراعظم هركلې وكړو او خپله عمله ئې وزيراعظم سره معارفي كړه۔ د ملاقات په مهال خارجه وزير شاه محمود قرېشي او پلاوي نور غړي هم موجود ؤ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د پاکستان دريځ په پوهېدو د نېنسي پلويس مننه كوٶ٬ تر اوسه امريكائي سياست مدار ته د پاكستان صحيح درېځ نه رارسېدلې٬ پاکستان امريکې سره اړيكې بيا د سره جوړول غواړي۔ ده ووئيل پاكستان به د افغانستان سياسي حل لپاره ټول ممكنه اقدامات كوي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې سپيكرې نېنسي پلوسي ووئيل يو شمېر پاكستانيان د امريكې په پرمختګ كښې بشپړه كردار لوبوي۔

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں