تحریك عدم اعتماد په ناکامۍ غور له د مسلم لیګ (ن) سناتورانو غونډه

image

اسلام آباد 02 اګست (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) سناتورانو غونډه د جمعې په ورځ د مخالفې ډلې مشر شهباز شریف په مشرۍ كښې د هغه پھ كور كښې وشوه چې پكښی د مسلم لیګ (ن) سره تعلق لرونكې ټولو سناتورانو ګډون وكړو۔په دې موقع شهباز شریف د سېنېت چیئرمېن په ضد تحریك عدم اعتماد كښې په ناکامۍ د تشویش څرګندونه وكړه او د تحریک عدم اعتماد د ناکامۍ په وجوهاتو غور وكړې شو۔ شهباز شریف ووئيل د ګوند څخه انحراف کونكو سناتورانو په ضد به سخت مؤقف خپلولې شي۔ ده ووئيل 14 سناتورانو خپل ضمیر خرڅولو سره تحریك ناکامه كړې۔ شهباز شریف ووئيل ټول اپوزیشن به پھ ګډه په دې معامله تګلاره خپلوي۔ د اپوزیشن ځينې سناتورانو سېنېټ او خپل وقار مجروح کړې دې۔ شهباز شریف ووئيل خپل ضمیر خرڅونكې غړي به معلومولې شي او د هغوي په ضد به کارروائی كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں