د وزيراعظم عمران خان د امريكې دورې مثبتې نتيجې رواتل پېل شوي دي٬ امريكې د پاكستان اېف 16 الوتكو لپاره د تكنيكي او لاجسټك مرستې اعلان شوے۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان

image

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د امريكې دورې مثبتې نتيجې رواتل پېل شوي دي٬ امريكې د پاكستان اېف 16 الوتكو لپاره د تكنيكي او لاجسټك مرستې اعلان شوے٬ الوتكو لپاره د 125 مليونه ډالرو د مرستې اعلان د پاكستان يوه لويه بريا ده٬ دا اعلان د پلوامه پېښې نه پس د هند د پروپېګنډې ماتې او زمونږ د اصولي دريځ بريا ده٬ د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې پاكستان په سم لوري د نويو منزلونو په لار روان دے۔ د خالي په ورځ په خپل يو ټويټ كښې خاص مرستيالې ووئيل چې د امريكې دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو ودې او معاشي مرسته زياتولو كښې مهم حثېت لري او دا به په منطقه كښې په مثبت ماحول پېدا كولو كښې مرسته كوونكې ثابته شي۔ هغې ووئيل چې ټولې نړۍ د وزيراعظم عمران خان د دريځ ملاتړ كړے۔ هغې ووئيل چې د اصلاحاتو عمل بدلون راولي۔ هغې ووئيل چې الوتكو لپاره د 125 مليونه ډالرو د مرستې اعلان د پاكستان يوه لويه بريا ده٬ دا اعلان د پلوامه پېښې نه پس د هند د پروپېګنډې ماتې او زمونږ د اصولي دريځ بريا ده۔

مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں