د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اكبر او اټارني جنرل انور منصور خان خبري كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اكبر او اټارني جنرل انور منصور خان وئيلي دي چې د لاهور هائي كورټ پرېكړه د حكومت بريا ده٬ عدالت په خپله پرېكړه كښې د كابينې د پرېكړې تائيد كړے٬ د انډيمنټي معامله معطل كولو سره د نواز شريف او شهباز شريف دواړو نه حلف اخستل شوے كه دوي بېرته رانه شي نو حكومت سره سره به د عدالت مجرمان هم شي٬ په انډېمنټي عملدرآمد لپاره به بيا عدالت ته تلل و٬ حلف سره معامله نوره هم اسانه شوه٬ كابينې په انساني بنيادونو نواز شريف ته علاج لپاره د بهر تللو اجازه وركړې وه٬ څلور اونې پس كه ډاكټران د هغه نور علاج تجويز كوي نو دې لپاره به د عدالت نه بېرته اجازه ترلاسه كول وي٬ د لاهور هائي كورټ په عبوري پرېكړه كښې د حكومت شرائط په ځائ ساتل شوي دي٬ په دې پرېكړه كښې چې كومه اجازه وركړې شوې٬ هغه كابينې د وړاندې نه وركړې٬ دا عبوري آرډر چېلنج كېدے شي خو د دې پرېكړه به كابينه كوي۔ د اتوار په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال شهزاد اكبر ووئيل چې د نواز شريف مېډيكل راپور د كابينې په وړاندې راغلو٬ ذيلي كمېټې د نواز شريف نوم د اي سي اېل نه د ويستلو په اړه خپله پرېكړه كابينې ته وړاندې كړه د كومې چې څلور نكات و٬ د اي سي اېل 1981 قانون او د 2010 رولز له مخې د سزا شوي مجرم نوم د اي سي اېل څخه نه شي ويستل كېدے٬ د نواز شريف صحت په نظر كښې ساتلو سره په انساني بنيادونو د بهر تللو د اجازې وركولو تجويز وركړے شوے و او دې لپاره د څلور اونيو د مودې شرط هم عائد كړے شوے و۔ د دې نه علاوه د روغتيا نه پس پاكستان ته راتللو سره په زندان كښې د خپلې سزا تېرولو شرط هم لګول شوے و۔ د دې اقداماتو مقصد د علاج نه پس د نواز شريف هېواد ته بېرته راتلل باوري كول و۔ ده ووئيل چې په تېر وخت كښې چې ده څو ځله د لوظ خلاف ورزي كړې٬ د هغه ټرېك ريكارډ زمونږ په وړاندې دے۔ سترې محكمې دا پرېكړه كړې چې هغه صادق او امين نه دے٬ د ده دوه ځامن٬ يو وراره٬ سانډو او د ورور زوم مفروران دي۔ مونږ ته دا هم معلومه ده چې دوي د عدالتونو څومره احترام كوي۔ ده ووئيل چې دا زمونږ نه د عدالت مجرم دے۔ د نهې په ورځ د كابينې په غونډه كښې به د لاهور هائي كورټ پرېكړه وړاندې كولې شي۔ حكومت دا دريځ لري چې د لاهور هائي كورټ په خپله پرېكړه كښې د كابينې د پرېكړې تائيد كړے۔ په دې موقع اټارني جنرل ووئيل چې د لاهور هائي كورټ په پرېكړه كښې چې كوم څيزونه ليكل شوي دي٬ د هغې اثرات دي۔ كورټ وئيلي دي چې نواز شريف او شهباز شريف دې دا تصديق وكړي چې دوي به دا اجازه يو ځل لپاره غواړي۔ عدالت د كابينې د پرېكړې تائيد كړے۔ ده ووئيل چې كابينې وئيلي وو چې د نواز شريف حالت اندېښمن دے٬ كورټ وئيلي دي چې نواز شريف ځل بيا علاج لپاره بهر تللې شي۔

مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں