قاسم خان سوری د دوهم سپیکر ذمه وارۍ په غاړه واخستې

image
APP13-07 ISLAMABAD: October 07 – Deputy Speaker National Assembly Qasim Khan Suri called on Speaker National Assembly Asad Qaiser at Parliament House. Minister of State for Parliamentary Affairs Ali Muhammad Khan also present. APP

اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی) قاسم خان سوري د دوهم سپيكر ذمه وارۍ په غاړه اخستې دي۔ د ګل په ورځ د سپريم كورټ پريكړی نه وروستو هغه پارليمنټ هاؤس ته راغلو۔ په دې مهال د پارليمنټ هاؤس عملې د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر هركلې وكړو دې نه پس دوهم سپيكر قاسم خان سوري د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصرسره ملاقات وكړو۔په دې موقع د پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد خان هم موجود ؤ۔د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر قاسم خان سوری ته سپریم کورټ حکم امتناعی نه وروستو د دوهم سپيكر په چوكۍ بحالېدو مباركي وركړه۔ او د هغه لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دوهم سپيكر د قامي اسمبلۍ سپيكر د خېرسګالۍ د جزبې څرګندونه مننه وكړه۔د پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد خان هم قاسم خان سوری لپاره د جذباتو او نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د ملاقات نه وروستو دوهم سپيكر خپل چېمبر ته لاړو او خپلې ذمه وارۍ يې سنبال كړې

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں