د قاچاق مخنيوي پحقله نوې پاليسي به ډېر زر معرفي كولې شي٬ د قاچاق مخنيوي پحقله به په قامي او صوبائي كچه ټاسك فورس هم جوړولې شي ۔ د اعجاز شاہ په مشرۍ كښې په غونډه كښې پرېكړه

image

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز شاہ په مشرۍ كښې د قاچاق مخنيوي په لړ د نوې پاليسۍ پحقله غونډه د ګل په ورځ وشوه ۔ په غونډه كښې دوهم وزير علي زېدي او د څلورو واړو صوبو آئي جيز ګډون وكړو۔ غونډه د وزيراعظم په امر رابللې شوې ده۔ په غونډه كښې د قاچاق مخنيوي پحقله په قامي او صوبائي كچه د ټاسك فورس جوړولو پرېكړه وشوه ۔ غونډه كښې پرېكړه اوشوه چې كسټم او بارډر مېنجمنټ فورس به نورو ادارو سره مرسته زياتوي٬ ټولو چيف سېكترانو ته د نورو تجويزونو وركولو امر وكړې شو چې په پولو به جديد آلات نصب كولې شي۔ غونډه كښې پرېكړه اوشوه چې د قاچاق مخنيوي پحقله نوې پاليسي به ډېر زر معرفي كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں