د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د نيو بالاكوټ سټي پروژې د پرمختګ جاج اخستلو لپاره غونډه وشوه

image
APP59-16 ISLAMABAD: September 16 - Prime Minister Imran Khan chairs a meeting to review progress on New Balakot City Project at PM Office. APP

اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په نيو بالاكوټ سټي پروژه كښې د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ ماډل خپلولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې د پروژې ترسره كېدو لپاره دې پروژې سره د تړلي كلېمز مسئله په ترجيحي بنيادونو حل كړې شي٬ نوې ښار به د خپل زړه راښكونكي محل وقوع په سبب د سېلګرې د ودې سبب وګرځي٬ د سېلګرې په بېلا بېلو ځايونو د سېلګرې مركزونو ته وده وركولو سره به د هېواد د سېلګرې صلاحيت په ډاګه كولو كښې مرسته وشي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د نيو بالاكوټ سټي پروژې د پرمختګ د جاج اخستنې غونډې د مشري كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د منصوبه بندې وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار٬ د محصولاتو وفاقي وزير حماد اظهر٬ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرال محمد افضل٬ د خېبر پښتونخوا چيف سېكتر محمد سليم او نورو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ته د نيو بالاكوټ سټي د پروژې ٬ قانوني٬ انتظامي او مالياتي چارو د ستونزو حل كولو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع نوې ښار د سېلګرې په مركز او د قېمتي كاڼو د كان كنې ځائي صنعت لپاره په نوي كاروباري ښار كښې د بدلولو د حكمت عملې جاج هم واخستل شو۔ وزيراعظم تعطل سره د مخ شوې دې پروژې د بحالې د هڅو ستائنه كولو سره ووئيل چې دا د سېلګرې ډېر صلاحيت لري او دا ښار په قومي جي ډي پي كښۍ ځانګړې كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل چې نوې ښار به د خپل زړه راښكونكي محل وقوع په سبب د سېلګرې د ودې سبب وګرځي٬ د سېلګرې په بېلا بېلو ځايونو د سېلګرې مركزونو ته وده وركولو سره به د هېواد د سېلګرې صلاحيت په ډاګه كولو كښې مرسته وشي او د روزګار موقعې به هم پېدا شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې په نيو بالاكوټ سټي پروژه كښې دې د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ ماډل خپل كړې شي۔ ده ووئيل چې چې د پروژې ترسره كېدو لپاره دې پروژې سره د تړلي كلېمز مسئله په ترجيحي بنيادونو حل كړې شي۔

مضمون کا ماخذ : فائر جوکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں