د اولس مشر ډاكټر عارف علوي بنګله دېش لپاره د پاكستان غوره كړي هائي كمشنر عمران احمد صديقي سره خبرې

image

اسلام آباد ۔ 12 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د شخړيز سټيزن شپ (بدلون) بل 2019ء د هند پارلمان څخه د منظورۍ نه وروستو د هند د سیکولر هېواد ادعا نړۍ ته په ډاګه شوې ۔ په نړۍ ښكاره شوې چې هند كښې د امتيازي سلوك له امله اقليتونه او په خاص توګه مسلمانان غېر محفوظ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده بنګله دېش لپاره د پاكستان غوره كړې هائي كمشنر عمران احمد صديقي سره خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ ده په هائي كمشنرانو/سفيرانو زور راوړو چې هغوي د كشمير مسئلې حقيقي منظر وړاندې كړي او د هندي ځواكونو د لاسه د بشري حقونو خلاف ورزۍ په ډاګه كړي۔ ده ووئيل پاكستان او بنګله دېش خپلو كښې د ملګرتيا اړيكې لري٬ دواړه مذهبي اقدار او شريك تاريخ لري۔ اولس مشر غوره كړې هائي كمشنر ته امر وكړو چې هغه د اعلی كچې رابطو د لارې د موجوده اړيكو لا مستحكمولو او د سارك مشرانو اسلام آباد كښې كېدونكې غونډې له د بنګله دېش د مرستې ترلاسه كولو هڅې وكړي۔ اولس مشر بنګله دېش كښې د پاتې كېدو په مهال هائي كمشنر له د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله ولرله چې د هغه په دور كښې به د دواړو هېوادونو اړيكې لا ښې شي

مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں