کوېت۔29نومبر(اے پی پی) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي پاكستان كوېت سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت، توان، آئی ټی، معدنیات او سرمایه کارۍ په شمول پياوړې اقتصادي رابطې په ځاے كولو ته اړتيا ده۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم انوار الحق كاكړ د كوېت ولي عهد شېخ مشعل الاحمد الجابر الصباح سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې نګران وزيراعظم كوېت سره د پاكستان د اړيكو په اهميت رڼا اچولو سره په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته وده وركولو كښې خپله خوښي ښكاره كړه۔ وزیراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه په ګڼ اړخيزه فورم په نزدې مرستې د اطمینان څرګندونه وكړه۔ ده د روغتيا ٬ امنيت او انفراسټركچر څانګو كښې د پاکستاني افرادي قوت بھرتۍ لپاره د كوېټ د اقدامات ستائنه وكړه۔ د کوېت ولی عهد پاكستان سره د اړيكو لا مضبوطولو او پراخه كولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ نګران وزيراعظم دا مهال د كوېت په دوه ورځنۍ سركاري دوره دے چې بنيادي مقصد يۍ شپږو لسيزو څخه راروانې دوه اړخيزه اړيكې په اقتصادي اړيكو بدلولو له په بېلو څانګو كښې همكاري زياتولو له د مفاهمت يادښتونه لاس ليك كول دي