پېنډې 22 دسمبر(اے پي پي) د هندي پوځ لخوا په كنټرول لائن د سيز فائر د خلاف ورزو لړې وقفې وقفې سره روانه ده او د پاك پوځ لخوا پوخ ځواب وركولې شي. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ لخوا جاري شوي بيان له مخې په دېوا سېكټر كښې پاك پوځ د هندي پوځ د سېز فائر لائن د خلاف ورزو پوخ ځواب وركړے چې په نتيجه كښې ئې د هند پوستو ته د زيان رسېدو او د هندي عسكرو د لوي ځاني زيان اطلاعات دي. په كيرن يا نيلم وادي كښې د ډزو كومه لويه تبادله نه ده شوې د كومې چې په هندي مېډيا پروپېګنډا كولې شي.