اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي هند په مقبوضه سيمه كښې په بې ګناه كشميريانو د ظلمونو انتها كړې٬ وزيراعظم عمران خان په نړيوالو فورمونو د كشميريانو مقدمه په ښه ډول وړاندې كوي٬ ډېر زر به د نړۍ په وړاندې د هند ناوړ څېره د وزيراعظم په مشرۍ كښې اړوند خلق بې نقابه كړي٬ پاکستان به د کشمير تر آزادۍ په مقبوضه سيمه كښې د بې ګناه اولس سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي٬ په مقبوضه سيمه كښې چې د هند ځواكونه د انسانيت كوم تذليل كوي پخوا مثال نه لري٬ انسانيت سره چې څوك تعلق او رشته لري ھغوي غږ پورته كوي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان دا خبرې د نهې په ورځ د كشميريانو ماشومانو سره د يوالي څرګندونې لپاره د پاكستان سويټ هوم ماشومانو احتجاتي كېمپ كښې د وېنا په مهال وكړې۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني، د كشمير پارلماني كمېټۍ چيئرمېن سيد فخر امام هم وېنا وكړه۔ په دې مهال د پاكستان سويټ هوم سرپرست زمرد خان ٬ حريت لارښود الطاف بټ، صوبائي وزير راجه راشد حفيظ او د نېشنل پرېس کلب عهدېداران هم په احتجاجي كېمپ كښې موجود وو۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل نړيواله ورورولي او د بشري حقونو علمبردار په كشمير كښې د بې ګناه وګړيو سلګۍ نه اورې٬ د مقبوضه کشمير ماشومان نه سكول ته تللې شي او نه د روغتون آسانۍ ترلاسه كولې شي او نه په آزاده فضاء كښې ساه اخستې شي ۔ دې ووئېل په مهذبه ټولنه كښې وګړو ته ترلاسه هر حق هندي واكمنو او ځواكونو د مقبوضه کشمير بې ګناه او مظلومانو نه اخستې دے۔ دې ووئيل 50 ورځې تېرېدو نه پس د پاكستان دا ماشومان د كشمير خپلو وروڼو ٬ خوېندو او ملګرو سره د يوالي څرګندونه كوي ۔ دې ووئېل ماشومان فرښتنې وي او د دوي غږ د حق دے۔ دې ووئيل د پاكستان سويټ هوم ماشومان زمونږ بچي دي او نن دې ماشومانو خپل حق ادا كړې۔ دې ووئيل هند رياستې ترهګر دے او نړۍ ګمراه كوي او د دې مثال مونږ په هوسټن كښې ليدلي دے ۔ دې ووئېل نړۍ ته په مسخ شوو حقائقو وړاندې كولو د هند بيانيې ساه وركړې ٬ وزيراعظم عمران خان د هند بيانيه دړې وړې كړې ٬ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې عمران خان نړۍ له باور وركوي چې د كشمير ماشومان د نړۍ پاملرنې ته سترګې په لار دي۔ دې ووئېل هيله لرو چې د دې ماشومانو دا هڅه به نړۍ ٬ د بشري حقونو تنظيمونه او نړيوال فورمونه آخر مجبور كړي چې ھغوي د دوي خبره واوري۔ خاص مرستيالې ووئيل وزيراعظم عمران نړۍ ته د دې ماشومانو پرهرونه ښودلو له كار كوي او ھغه ورځ لرې نه ده چې نړۍ ته به د هند ناوړه څېره بې نقابه شي او مقب