د وزيراعظم عمراان خان او د هغه د پلاوي په الوتكه كښې فني خرابي٬ وزيراعظم بېرته نيويارك ته لاړو

image

ملګري ملتونه 28 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمراان خان او د هغه د پلاوي په الوتكه كښې د فني خرابې له امله وزيراعظم بېرته نيويارك ته لاړو۔ د فني خرابې له امله الوتكه د جمعې په شپه د نيويارك په هوائي اډه كوزه كړې شوه۔ د سعودي حكومت لخوا وزيراعظم ته وركړې شوې خاص الوتكې د جمعې په ماښام د نيويارك د جان اېف كېنډي هوائي اډې څخه پرواز وكړو خو د پرواز نه دوه ساعته وروستو په الوتكه كښې فني خرابي پېدا شوه۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودهي وزيراعظم رخصت كړے و خو په الوتكه كښې د فني خرابې له امله بېرته په هوائي اډه كوزه كړې شوه۔ وزيراعظم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 74مه غونډه كښې ګډون كولو لپاره د پاكستاني پلاوي مشري كوله۔ وزيراعظم زره تر زره زلزله ځپليو سره ملاقات كول غواړي۔ د نيويارك خپلې دورې په مهال وزيراعظم د مشن كشمير په مهال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وېنا وكړه او په ګڼ شمېر غونډو كښې ئې ګډون وكړو۔ يو شمېر نړيوالو مشرانو سره د ملاقانونو نه علاوه وزيراعظم د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره هم ملاقات وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم يو شمېر تهنګ ټېنكس ته وېنا هم وكړه او نړيوالې مېډيا سره ئې مركې وكړې۔

مضمون کا ماخذ : bolão quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں