خبريالانو سره ډېر مظبوط تعلق لرو٬د دوي د حقونو استحصال به چا له اجازه ورنه كړو٬د ډيجيټل رائټس پروټيكشن اتهارټي جوړول ضروري دي ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاالله تارړ قامي اسمبلۍ څخه د واك آؤټ كوونكو خبريالانو سره خبرې

image

اسلام آباد 28 جون (اے پي پي)د اطلاعات٬خپرونو٬قومي ورثه او كلتور وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ د جمهوريت قوي كولو او د رائے څرګندونې آزادۍ لپاره خبريالانو كردار ته عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي خبريالانو سره ډېر قوي تعلق لرو٬د اطلاعات وزارت دروازې د خبريالانو لپاره پرانستې پراتې دي٬د خبريالانو او ميډيا وركرز مسئلو حل كولو ته پام لرنه كولې شي٬د دوي د حقونو استحصال به چا له اجازه ورنه كړو٬د خبريالانو د قتل معاملات پلټنو لپاره به څلورو واړو صوبائي د اطلاعات وزيرانو سره غونډه كولې شي٬د ډيجيټل رائټس پروټيكشن اتهارټي جوړول ضروري دي ٬د هتك عزت په قانون ډېر كار كول دي ٬د خبريالانو تنظيمونه دې په دې لړ كښې خپل كردار ادا كړي٬خبريالانو ته بجټ بكس رسنه ضروري عمل دے دا به باوري كولې شي۔د جمعې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د قامي اسمبلۍ غونډې څخه د واك آؤټ كوونكو خبريالانو سره خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د خبريالانو سره زما تعلق ډېر پخوانې دے٬كله چې د پارليمان دروازې زمونږ لپاره بندې وې نو په هغه سخت دور كښې هم خبريالانو نه يواځې زمونږ حوصلې زياتې كړي بلكې زمونږ غږ ئې تر اولس رسولے۔عطاﺀالله تارړ ووئېل د جمهوريت قوي كولو ٬ د صحافت آزادۍ او د رائے اظهار ازادۍ لپاره د خبريالانو او پارليماني رپورټرز اېسوسي اېشن(پي آر اے)مهم كردار پاتې شوے ٬ په دې ورته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو۔ده ووئيل مونږ تل هڅه كړې چې خبريالانو سره نزدې رابطه ولرو٬كه چرې كوم خبريال ته څه مسئلې ورمخې ته كېږي نو د هغې د تفريق نه غېر سمدستي نوټس اخستلے كېږي او مسئلې حل كړې كېږي٬په دې لړ كښې د اطلاعاتو وزارت هم خپل كردار ادا كوي۔ خبريالانو ته د بجټ بكس رسنې په اړه په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل خبريالانو ته د بجټ بكس رسنه ضروري عمل دے٬بجټ بكس هر كال خبريالانو ته وركړے كېږي٬چرته په كوم بجټ كښې دا مسئله نه ده رامخې ته شوې۔دې ځل په دې اړه د كميونيكيشن او كوآرډينېشن مسئلې رامخې ته شوي په كومو چې به د خزانې وزارت او قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ سره به خبره كولې شي او خبريالانو ته به بجټ بكس رسنه باوري كولې شي۔ده ووئيل نن خبريالانو په دې مسئله واك آؤټ كړے په كوم چې زه افسوس لرم٬زه د اطلاعات وزير په توګه ستاسو ترمينځه موجود يم او خبريالانو سره په فرنټ لائن ولاړ يم٬ ده ووئېل د اطلاعات وزارت دروازې 24 ساعته ستاسو لپاره پرانستې دي٬ستاسو ټولې مسئلې به حل كولې شي٬زه تاسو ته خواست كوم چې چې واك آؤټ ختمولو سره بېرته راشۍ۔ د خبريالانو د قتل معاملات پلټنو په اړه خبرې كولو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل په دې كسيونو كښې زياتره صوبائي چارې شاملې دي٬ د 18م بدلون نه پس دا چارې صوبو ته منتقل شوي ٬په دې لړ كښې به د څلورو واړو صوبائي د اطلاعات وزيرانو سره غونډه كولې شي او يو ميكنزم به جوړولې شي او په دې معامله به كمېټي جوړه كړې شي ۔د هتك عزت قانون په اړه په خبرو كښې ده ووئيل زمونږ هېواد څخه لوئي ميډيا هاؤسز هم د يو بل په ضد د هتك عزت كيسونو لپاره برتانيې ته ځي ځكه چې زمونږ په هتك عزت قانون په سمه طريقه عمل نه كېږي۔ده ووئيل د هتك عزت قانون په حقله دې خبريالان تنظيمونه خپل تجاويز راكړي٬په دې به د پنجاب حكومت سره خبره كولې شي۔ده ووئيل د هتك عزت قانون د ټولو لپاره دے٬دا يواځې د رياستي ادارو او حكومتونو لپاره نه دے۔ده ووئيل كوم هم كس ته دا حق ترلاسه پكار دے چې هغوي د عزت په سپكاوي عدالت څخه رجوع وكړي۔ده ووئيل په هېواد كښې عدالتونه او قانون موجود دے ٬كه چرې په چا هم كوم تور لګي نو هغه په عدالت كښې ثابتېدل پكار دي٬دا نه دي پكار چې خلق دې ووژلې شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل ډيجيټل رائتس پروټيكش اتهارټي جوړول ضروري دي٬په دې اړه به خبريالانو سره خبره كولې شي او په دې چارو د پراخه مشاورت او تګلارې ضرورت دے٬خبريالان دې د هتك عزت بل په اړه خپل تجاويز وركړي٬مونږ به پنجاب حكومت سره خبره وكړو۔ميډيا ورركز او خبريالانو ته د تنخاګانو نه ادا كېدو په اړه په خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف تل د ميډيا وركرز او خبريالانو ته د تنخاګانو ادائيګۍ كښې د تاخير غوندې مسئلې لرې كولو ته پام لرنه كړې٬په دې اړه د پي بي اے او اے پي اېن اېس سره خبره كوو۔ده ووئيل خبريالانو او ميډيا وركرز ته د واجبات ادائيګي ته پام كوو٬د ميډيا وركرز او د خبريالانو د حقونو استحصال به نه كېږي٬د دې نه پس خبريالانو د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير په باور د قامي اسمبلۍ غونډې څخه واك آؤټ ختم كړو۔

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں