لاهور 09 جولائي (اے پي پي) د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي وئيلي دي چې پاكستان كښې د كركټ ښه والې له به هرممكن اقدامات كولې شي ،د كركټ سمرسيزن په ايبټ آباد يا هنزه كښې د كولو منصوبه لرو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پخواني كركټرز سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ ده سره ملاقات كړې۔پخواني كركټرز ډوميسټك كركټ په مضبوط بنيادونو ودرولو لپاره خپل تجاويز وركړل او قامي كركټ ډلي كاركردګي ښه كولو له ئې د سفارشات وړاندې كړل۔ملاقات كښې د لوبغاړو په فټنس او ټي 20 ورلډ كپ كښې په خرابه كاركردګۍ خبرې اتري وشوي دغسې د ډوميسټك كركټ انفراسټركچر ښه كولو او 4 ورځني ميچونو او انډر۔ 19 ټورنامنټس كولو ته سلا شول۔پخواني كركټرز د ونټر سيزن سره سره سمر سيزن كښې هم د كركټ ټورنامنټس كولو تجويز وركړو۔دوي اسلام آباد، پېښور او نورو ښارونو كښې د كركټ اكيډميز جوړولو سفارشات وړاندې كړل،پخواني كركټرز د پاكستاني كوچز معيار او سليكشن كمېټۍ په غړو د تحفظاتو څرګندونه وكړه۔دوي د پاكستان پچونو په معيار هم د تحفظات څركڼدونه وكړه۔پخواني كركټرز د پي سي بي چئيرمېن محسن نقوي د كركټ ښه والې له اقدامات وستائل او د خپل اړخه ئې د بشپړه مرستې باور وركړو۔پخواني كركټرز د كركټ بورډ په چيئرمېن د باور څركندونه كولو سره ووئيل وړاندې هم مونږ كار ليدلې دې، هيله لرو چې كركټ به هم ښه كړې شي۔د كركټ بورډ چيئرمېن په دې موقع ووئيل د كركټ ښه والې له مشاورتي عمل به روان وي ،د كركټ ښه والې له چې هم كولې شو هغه به كوو،4 ورځني ميچونو او انډر 19 ټورنامنټس ته به پام لرنه كولې شي۔محسن نقوي ووئيل د پاكستان د كوچونو معيار ښه كولو ته اړتيا ده، د كركټ سمر سيزن ايبټ آباد يا هنزه كښې د كولو پلان لرو۔ده ووئيل كمرشل ازم زيات شوې دې لپاره ډيپارټمنټس په كركټ سرمايه كارۍ كښې خوښې نه لرلو ،كركټ ښه والې له ګراونډز پي سي بي پخپله اخلي ،د پچز معيار ښه كولو له به اقدامات كولې شي، انشاالله د ټولو په مشاورت سره به كركټ ښه والې له هڅې كولې شي۔ ملاقات كونكو كښې انتخاب عالم، سيلم الطاف، سكندر بخت،اقبال قاسم،هارون رشيد، صادق محمد، شفيق پاپا،سليم يوسف، ياسر حميد،ياسر شاه،سرفراز احمد،اعجاز احمد،باسط علي،وجاهت الله واسطي،عاصم كمال،محمد سميع،راشد خان،عامر ملك، شفقت رانا، عبدالروف، سلمان بټ،اظهر خان اور اظهر محمود شامل وو۔د پي سي بي چيف آپريټنګ آفيسر سلمان نصير، ډائريكټرز نديم خان،عثمان واهله،عبدالله خرم نيازي،انالسټ بلال افضل او نور چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔