د قامي اسمبلۍ سپيكر د مظفرآباد په نيلم ويلي سړك په ټرافېكي پېښه كښې په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد 10جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د مظفرآباد په نيلم ويلي سړك ټرافېكي پېښه كښې په شوې ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه٬ په كومه كښې چې 13 كسان مړه شوي۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ سکرټريټ د اړخه جاري شوي بيان له مخې سپيکر په پېښه كښې په حق رسيدليو كسانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ده ووئيل په پېښه د غمجنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ سپيکر په پېښه كښې د ژوبل كسانو زر روغتيا او د ارواښادو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں