پروفېسر احسن اقبال سره پاكستان كښې د سعودي سفير وليدل

image
APP67-19 ISLAMABAD: September 19 - Ambassador of Saudi Arabia in Pakistan Nawaf Saeed Al Maliki called on the Interior Minister Professor Ahsan Iqbal. APP

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال سره پاكستان كښې د سعودي عربستان سفير نواف سعید المالکي د نهې په ورځ ليدلي۔د ملاقات په مهال داخله وزير ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اقتصادي څانګه كښې پرمختګ او اړيكې لا مستحكم كول د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې په ژورو مذهبي او كلتوري بنيادونو اډانه دي٬ پاکستان او سعودي عرب په منطقه كښې امن لپاره خپل كردار لوبوي۔ داخله وزير احسن اقبال ووئيل انتها خوښې اسلامي نړۍ لپاره چېلنج دې كومې ته چې به يو موټې كېدو سره ماتې وركول وي۔ په دې موقع د سعودي سفير ووئيل د سي پېك منصوبه به ټولې اسلامي نړۍ لپاره ګټوره وګرځي۔ ده د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو ستائنه وكړه

مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں