د قانون له مخې كاروائي د تحقيقاتي ادارو حق دے

image
APP31-05 ISLAMABAD: July 05 – Federal Minister for IBNH&LH Syed Ali Zafar addressing at Seminar on National Literature at Academy of Letters. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي د قانون له مخې كاروائي د تحقيقاتي ادارو حق دے٬دا كاروائي به په ټاكنو نه اثر پرېباسي ٬كه څوك تحقيقاتي ادارو كاروائيو سره اختلاف لري نو اعلٰی عدليې ته رجوع كولې شي٬د حكومتونو كار د تحقيقاتي ايجنسو پلټنو يا عدالتي كاروائۍ كښې مداخلت نه دے٬ادارې قوي كول او آزادولو له داسې اقداماتو ته اړتيا ده٬ټاكنو لپاره به كوټلي امنيتي انتظامات باوري كولې شي كوم هم پولنګ سټېشن ته چې څومره امنيت پكار وي وركولې به شي٬د برېښنا لوډشېډنګ وجه د ټرانسمېشن او ډسټري بيوشن نظام ناوړه نظام دے٬په څو ورځو كښې به د فاټا ضم كولو نه پس آسانيو وركولو او د انتظاميې يونټس جوړولو په اړه مهمې پريكړې كولې شي كله چې د زړه څخه خبره راوځي نو هغه يو اهميت لري٬زمونږ په ټولنه كښې ادب سره تعلق لرونكي وګړي جلا مقام او احترام لري۔ده د زيارت په ورځ اكادمي اديبات پاكستان د سيوري لاندې “د پاكستاني ادب 70 كاله”په سرخط قامي ادبي سېمينار ته خطاب او د دغې نه پس مېډيا سره خبرې كولې۔وفاقي وزير ووئيل قام له باور وركوو چې په 25 جولائي 2018 به ټول ټاكنې كېږي٬دا د نګران حكومت ذمه واري ده چې سپيځلې او بې پرې ټاكنې وكړي۔ده ووئيل د قانون له مخې كاروائي د تحقيقاتي ادارو حق دے٬دا كاروائي به په ټاكنو اثرانداز كېږي نه٬كه څوك تحقيقاتي ادارو كاروائيو سره اختلاف لري نو اعلٰی عدليې ته رجوع كولې شي۔ده ووئيل راتلونكې ټاكلې حكومت ته به هم دغه ګائيډ لائن پرېښودلې شي هم او په داسې كولو ادارې قوي كېږي او آزادېږي۔وفاقي وزير ووئيل د كورنيو چارو وزارت د اړخه د پولنګ سټېشنو اطلاعات ترلاسه كېږي د كومې په بنياد به چې هغه پولنګ سټېشنو له زيات امنيت وركولې شي څومره چې اړتيا لري۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ډيزاسټر منيجمنټ د صوبائي حكومتونو ذمه واري ده د كوم هم بېړنې صورتحال مخ نيوي له اېن ډي اېم اے او پي ډي اېم ايز سره په تماس كښې يو۔ده ووئيل د پشكال بارانونو په حقله تېره ورځ تفصيلي بريفنګ وركړې شوې۔ده ووئيل د بريفنګ په مهال دا وئېلي شوي چې د ډيزاسټر منيجمنټ په څانګه كښې چې څومره كار ته اړتيا وه هغه نه وه شوې۔دا كار به مونږ له په بېړنۍ توګه بشپړول وي۔ده ووئيل تربيلا او منګله بند كښې د اوبو پنګې كمېږي هيله لرو چې د پشكال په مهال به دغه صورتحال كښې ښه والې راشي ٬ دغسې حكومت به په لوډشېډنګ تر ډېره حده قابو موندلو كښې بريالې شي۔وفاقې وزير ووئېل هېواد كښې چې دا مهال د برېښنا كوم لوډشېډنګ روان دے د هغې لويه وجه خراب ټرانسمېشن او ډسټري بيوشن نظام دے٬مونږ زيات پېداواري ګنجائش لرو خو كورونو ته د برېښنا رسولو لپاره مونږ له د نظام ښه والي ته اړتيا ده۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د فاټا په حقله وفاقي او صوبائي كمېټو تېره ورځ شوې غونډه كښې ټولو نكاتو ته سلا شوې۔وفاقي او صوبائي كمېټۍ يو موټې دي په څو ورځو كښې به د فاټا ضم كولو نه پس آسانيو وركولو او د انتظاميې يونټس جوړولو په اړه مهمې پريكړې كولې شي كله چې د زړه څخه خبره راوځي نو هغه يو اهميت لري۔د دې څخه وړاندې سيمينار ته په خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل كله چې دانشورو سره خبرې كېږي نو انسان هغې څخه زده كړه كوي او د خپل ځان د ښه والي هڅه كوي۔ده ووئيل زمونږ په ټولنه كښې ادب سره تعلق لرونكي وګړي جلا مقام او احترام لري۔بېرسټر علي ظفر ووئيل اديبان او شاعران د خپل كردار د لارې په نړۍ كښې بدلون راولي۔د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن وفاقي سېكتر د دستورې مشر مېلمه ؤ ٬د اكادمي اديبات پاكستان چيئرمېن سيد جنيد اخلاق د استقباليې خطبه وړاندې كړه۔د پاكستان د قلم نوموړو خاوندانو پروفيسر جليل عالي٬محمد حميد شاهد٬حكيم صفدر حسېن وامق٬ډاكټر منظور علي ويسريو٬ډاكټر اسماعيل ګوهر٬ډاكټر واحد بخش٬ حفيظ خان٬ سيد ماجد شاه٬اعجاز نعماني٬اخلاق حسېن او ياسمين حميد د سرخط په مناسبت سره د پاكستانو ژبو په ادب د خيالاتو څرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں