حكومت د زرعي څانګې پرمختګ ته خاص پام كوي۔ حافظ حفيظ الرحمن

image

اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د ګلګت بلتستان وزيراعلٰي حافظ حفيظ الرحمان وئيلي دي چې حكومت د زرعي څانګې پرمختګ ته خاص پام كوي۔ تېره ورځ په ګلګت كښې سوشل مېډيا وركرز سره په خبرو كښې ده ووئيل چې په ګلګت بلتستان كښې د اقتصادي بدلون پروګرام له مخې 84 زره كناله باراني زمكه د كر جوګه كړې شوې چې ورسره به د كركيلې څانګې پېداوار زيات شي۔ ده ووئيل چې حكومت كروندګرو ته زمكې وركوي او د كروندګرو د ژوند معيار ښه كولو لپاره هر ډول ممكنه مرسته كولې شي چې ورسره به د سيمې په پرمختګ او خوشحالې كښې مرسته وشي۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں