اسلام آباد ھائیکورټ ، د احتساب عدالت لخوا ایون فیلډ رېفرنس كښې د نواز شریف، مریم نواز او محمد صفدر سزاګانو په ضد اپيلونه اورېدنې له مقرر كړل

image

اسلام آباد ۔ 16 جولائی (اے پی پی) اسلام آباد ھائیکورټ د احتساب عدالت لخوا ایون فیلډ رېفرنس كښې نواز شریف، مریم نواز او محمد صفدر ته د اورولې شوو سزاګانو په ضد اپيلونه سبا اورېدنې له مقرر كړې دي ۔ د اسلام آباد ھائیکورټ په جسټس محسن اختر کیانی او جسټس میاں ګل حسن اورنګزیب مشتمل 2 كسيزه بېنچ به (نن) د نهې په ورځ سماعت كوي۔ ھائیکورټ كښې جمع كړو اپيلونو كښې د احتساب عدالت پرېكړې كالعدم ګرځولو او په اپيل د پرېكړې تر راتللو سزا معطل كولو سره د مجرمانو په ضمانت د خوشې كولو استدعا شوې۔ د اپيلونو د متن ترمخه احتساب عدالت د انصاف تقاضې ترسره كولو نه غېر سزا اورولې ده ۔ اسلام آباد هائي كورټ ته استدعا شوې چې د احتساب عدالت جج محمد بشير پرېكړه كالعدم ګرځولو سره مجرمان بري كړي

مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں