په هېواد كښې د تهري او فور جي صارفينو شمېره زياتېدو سره 58.56 مليونه ته ورسېده۔ پي ټي اے

image

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د كال 2018م د اګست مياشتې تر آخر په هېواد كښې د تهري او فور جي صارفينو شمېره زياتېدو سره 58.56 مليونه﴿ پنځه كروړه 85 لكه 60 زره﴾ ته رسېدلې۔ د كال 2018م د جولائي مياشتې تر آخر د موبائل فون صارفينو شمېره 150.55 مليونه وه۔ د پي ټي اے لخوا جاري شويو شمېرو له مخې د جولائي په آخر كښې قامي آبادۍ 72.83 فيصده برخې موبائل كارولو او د اګست كال 2018م په آخر كښې دا شرح 72.97 ته رسېدلې۔ د راپور له مخې د جېز د تهري او فور جي صارفينو شمېره تر ټولو زياته ده او په دوهم لمبر زونګ او په دريم لمبر ټېلي نار دے۔ د تهري او فور جي د صارفينو د شمېر په اړه د يوفون لمبر څلورم دے۔

مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں