هر قام د سائنس او ټېكنالوجۍ او په تحقيق كښې د پېشرفت نه غېر پرمختګ نه شي كولې

image
APP03-13 ISLAMABAD: November 13 - Federal Minister for Science and Technology Azam Khan Swati addressing during function to mark the World Science Day at Pakistan Science Foundation. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 13 نومبر(اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير اعظم خان سواتي وئيلي دي هر قام د سائنس او ټېكنالوجۍ او په تحقيق كښې د پېشرفت نه غېر پرمختګ نه شي كولې٬ ډېر زر به د هېواد په بېلا بېلو ښارونو كښې د سائنس شپږ پاركونه او سائنس او ټېكنالوجۍ لپاره بجټ زيات كړو ٬ مېرټ ته به ورومبې ترجيح وركوٶ او په ټولو ادارو كښې به نوي كسان په مېرټ اخستلې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د پاكستان سائنس فاٶنډېشن ترسېوري لاندې د نهې په ورځ د سائنس نړيوالې ورځ مناسب سره دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې ٬ دستوره كښې وفاقي وزير د خاص مېلمه په توګه ګډون كولو۔ په دستوره كښې پاكستان كښې د يونېسكو ډائرېكټر وائي بېك جنسن ګېسټ آف آنر ٶ۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل سږ كال ” سائنس د بشري حقونو” په سرخط د سائنس نړيواله ورځ لمانځلي شي كومه چې د دې خبرې تقاضه كوي چې د سائنس خواږه دې په نړيواله كچه ټولو انسانانو ته ورسولې شي دغسې چې په ټولو هېوادونو كښې كوټلې اقتصادي پرمختګ لپاره سائنس او ټېكنالوجۍ څخه بشپړه استفاده وكړې شي۔ په دې موقع وفاقي وزير د پاكستان سائنسمدارو٬ ډاكټر عطاالرحمان٬ ډاكټر ثمر مباركمند او ډاكټر اشفاق احمد خدماتو ته تېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل نه يوازې پاكستان بلكې پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره د دوي خدمات د ستائنې جوګه دي۔ په دستوره كښې د پي اېس اېف چيئرمېن ډاكتر قېصر مجيد ٬ د پاكستان اكېډمي آف سائنس ډاكټر محمد

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں