اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به په يوه ورځنې سركاري دوره ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ متحده عرب اماراتو ته ځي۔ وزيراعظم ته د دورې بلنه د ابوظهبي ولي عهد او د وسله والو ځواكونو سپريم كمانډر شېخ محمد زېد بن سلطان النهيان وركړې۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي٬ د خزانې وزير اسد عمر٬ د پېټروليم وزير٬ د توان او تجارت سلاكاران به هم ده سره ځي۔ وزيراعظم به د يو اے اي ولي عهد پشمول اعلٰي چارواكو سره د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په دوه اړخيزه ٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې كوي۔ وزيراعظم به د متحده عرب اماراتو نائب صدر او وزيراعظم شېخ ممد بن راشد المكتوم سره هم ملاقات كوي۔