د قانون د سرلوړۍ به هېڅ سودا كولې نه شي۔ كومو كسانو چې د رياست په زمكه تجاوزات ودرولي د عبرت نښه جوړولې شي۔ د داخله چارو دوهم وزير شهريار خان آفريدي د تجاوزاتو په ضد د روان آپرېشن جاج اخستو په موقع سره خبرې

image

اسلام آباد ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير شهر یار خان آفریدی وئيلي دي كومو كسانو چې د حكومت په زمكه تجاوزات جوړ كړې دي هغه به د عبرت نښه جوړوو۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ ترنول كښې د تجاوزاتو په ضد د آپرېشن جاج اخستو په موقع خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل ما د وزيراعظم په هدايت د تجاوزاتو په ضد كارروائي لا تنده كړې ده او د تجاوزاتو په ضد مهم روان دے۔ ده ووئيل د قانون د سرلوړۍ به هېڅ سودا كولې نه شي او ټول د قانون په وړاندې يو برابر دي۔ ده ووئيل په ترنول كښې د سړك دواړو اړخونو ته په 4 كلوميټره جوړ كړې شوي تجاوزات ختم كړې شول۔ ده ووئيل 877 كناله زمكه خلاصه كړې شوې چې ماليت ئې د 20 اربه روپو نه زيات دې۔

مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں