قائداعظم د ځوانانو لپاره د ليډر شپ ښه مثال دے، ښه قیادت د هېواد وسائل په سم ډول كارولو سره هېواد د پرمختګ پلو روانولې شي

image
APP02-29 ISLAMABAD: January 29 - President Dr. Arif Alvi addressing the students of Sindh Madressatul Islam University. APP

اسلام آباد 29 جنوری (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي قائداعظم د ځوانانو لپاره د ليډر شپ ښه مثال دے، ښه قیادت د هېواد وسائله سم ډول كارولو سره هېواد د پرمختګ پلو روانولې شي۔ ده دا خبره د نهې پھ ورځ د سندھ مدرسۃ السلام پوهنتون کراچۍ نېشنل لیډر شپ پروګرام ګډون كوونكو ته خطاب کښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل د سندھ مدرسۃ السلام يوه نوموړې تاریخی ادارہ ده كومه چې د قائداعظم د مادر علمی اعزاز لري ، قائداعظم د دې ادارې سره خاص نسبت لرلو۔ اولس مشر ووئيل قائداعظم د ځوانانو لپاره د ليډر شپ ښه مثال دے، د هغه د لارښودنې اصولوں خپلولو سره د سباؤن معماران هېواد د پرمختګ پلو روانولې شي۔ اولس مشر په دې خبره زور راوړو چې لیډر لپاره ضروری ده چې د وګړو سره رابطې ولري۔ ده ووئيل ښه قیادت د هېواد وسائل په سم ډول كارولو سره هېواد د پرمختګ پلو روانولې شي

مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں