د هند هائي كشمنر اجے بساريه خارجه دفتر ته راوبللې شو

image

اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) لنډ مهاله خارجه سېكتر د شور وپه ورځ د هند هائي كشمنر اجے بساريه خارجه دفتر ته رابللې دې او ورته په سمجھوته اېکسپرېس د ترهګرۍ په بريد كښې د هندو ترهګر تنظيم آر اېس اېس مركزي تورن سوامي آسيم آنند پشمول د 4 ملزمانو په خوشې كولو احتجاج كړ شوې۔ د خارجه دفتر وياند او لنډ مهاله خارجه سېكتر د هندي عدالت لخوا د يادو شوو تورنو د خوشې كېدو غندنه كولو سره وئيلي دي په سمجهوته اېكسپرېس د ترهګرۍ په بريد كښې يوولس كاله پس تورن خوشې كول انصاف سره ټوقې دي او پرېكړې د هندي عدالتونو څيره بې نقابه كړې ده۔ ده ووئيل تورنو د خپلو جرمونو په ډاګه اعتراف كړې ٶ او د دغې باوجود ملزمان خوشې كول د هندي منافقت واضح ثبوت دے۔ لنډ مهاله سېكتر ووئيل د ملزمانو بري كول او په آخر كښې خوشې كول نه يوازې انصاف ترلاسه كولو لپاره د شهيدانو د كورنيو ارمانونه خاورې كول دي بلكې هندوانو ترهګرو له تحفظ او وده وركولو لپاره دا د هند د رياستي پاليسو هم عكاسي ده

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں