د نوې پاكستان هاؤسنګ پروژې رسمي پېل به په مياشت نيمه كښې وكړی شي

image

اسلام آباد 08 مئی (اے پی پی)د هاؤسنګ او تعميرات وفاقي وزير طارق بشير چيمه وئېلي دي د نوې پاكستان هاؤسنګ پروژې رسمي پېل به په يوه مياشت نيمه كښې وكړی شي۔د دې پروژې له مخې د اوسط يونټ بيعه به تر 30 لكه روپو وي كوم كښې به چې 27 لكه روپۍ د بانكونو څخه د قرض په توګه كم آمدن لرونكو له وركولې شي۔دې پروژې لپاره د سركاري وسائلو څخه يو روپۍ نه خرڅ كېږي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د محسن رانجها د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د رسمي كاروائي نه بغېر كومه زمكه نه ده اخستې شوې ۔ده ووئيل د بې كوره شوو كسانو لپاره وړيا هاؤسنګ سكيم پیل كول في الحال ممكن نه دے

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں