د خېبر پښتونخوا بې كوره كسانو لپاره په 29 ضلعو كښې 61 ځايونه جوړ كړې شوې۔ پي اېم آر يو

image

پېښور 31 دسمبر(اے پي پي ) خېبر پښتونخوا كښې بې كوره كسان د يخنۍ نه محفوظ ساتلو په لړ كښې د صوبائي حکومت د خَاص احكاماتو په رڼا كښې په 29 ضلعو كښې 61 ځايونه جوړ كړې شوې دي۔ په دې ځايونو كښې بې كوره كسانو لپاره د يخنۍ نه بچ كېدو لپاره كمبلې او د خوراك څښاك مناسب انتظامات موجود دي۔ د صوبائي حکومت پرفارمنس منيجمنټ اېنډ ريفارمز يونټ (پي اېم آر يو) څخه د جاري شوي شمېرو له مخې په اېبټ آباد، باجوړ، بټګرام، هنګو، کرك، کوهاټ، كوز کوهستان، كوز چترال، مالاکنډ، مانسهره، مومند، برا کوهستان، او برا دير ضلعو كښې يو يو چارسده، خېبر، کرم، لکي مروت، مردان، اورکزئۍ او ټانك ضلعو كښې دوه دوه، ډي آئي خان، هري پور، كوز ر دير، او نوښار ضلعو كښې درې درې٬ صوابۍ كښې څلور او دغسې په ضلع پېحور او بونېر كښې 5 ٬ 5 ځايونه جوړ كړې شوې دي او په دې ټولو ځايونو كښې په مجموعي توګه 911 كسانو ته د پاتې كېدو او خوراك څښاك آسانۍ وركړې شوې دي۔

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں