اسلام آباد ۔ 9 مئی (اے پی پی) مجلس وحدت مسلمین پاکستان بلوچستان كښې د ترهګرۍ پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔ د خالي په ورځ جاري شوي بيان كښی د مجلس وحدت المسلمين مركزي عمومي سېكتر راجه ناصر عباس جعفري ووئيل د پاك پوځ د ځوانانو شهادت يوه قامي پېښه ده په كومه چې ټول قام ته خفګان شوې دې۔ ده ووئيل د پاك پوځ ځوانانو په نښه كوؤنكو په شا هند ولاړ دے او بلوچستان كښې د ترهګر تنظيمونو تر بشپړې خاتمې امن په ځائې كېدې نه شي۔ ده ووئيل هند مقبوضه كشمير كښې روانو ظلمونو څخه د نړۍ پام بل پلو كولو له د پاكستان امن د مينځه وړي۔ ده ووئيل د ګران هېواد سلامتيا او استحكام لپاره ټول قام پوځ سره ولاړ دے۔ علامه راجه ناصر عباس جعفری ووئيل چې په پاك پوځ بريد كوؤنكي د هېواد او قام غدار او د عبرتناكې سزا مستحق دي۔ ده ووئيل مونږ د غمجنيو كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يؤ او د شهيدانو لوړو درجو له لاس په دعا يؤ