اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پرویز اشرف د آزاد جمو او كشمير پي پي پي پخواني صدر چوهدری لطیف اكبر له د آزاد جمو او كشمیر قانون ساز اسمبلۍ په صدر ټاكلے كيدو مباركي وركړې ده۔د اتوار په ورځ جاري شوې بيان كښې ده ووئيل د چوهدری لطیف اكبر د آزاد جمو او كشمیر قانون ساز اسمبلۍ اسپیكر ټاكلے كيدل په هغه د غړو د بشپړه باور څرګندونه ده او هغه به د اسپیكر په هيڅ په ټوله نړۍ كښې د كشمیر مقدمه رامخې ته كولو كښې خپل كردار ترسره كړي، راجه پرویز اشرف ووئيل چوهدری لطیف اكبر يو زیرك سیاستمدار دې هغه به په ښه ډول د ايوان كاروائي مخ په وړاندې بوځي، پیپلز ګوند عمر له مثبت سیاست كړې دې او ټولو سره په ګډه په كمار كولو باور لري،د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چوهدری لطیف اكبر حكومت او اپوزیشن سره په ګډه كار وكړي، سپیكر د چوهدری لطیف اكبر لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔