په راتلونكي بجټ كښې به حكومت د كركيلې څانګې او آئي ټي جدت لپاره زياته سرمايه كاري كوي، كوچنيو كرونده ګرو له دې د سود نه د پاكو قرضو وركولو پروګرام لا پراخا كړې شي۔ وزيراعظم شهباز شريف

image

اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په راتلونكي بجټ كښې به حكومت د كركيلې څانګې او د آئي ټي جدت لپاره زياته سرمايه كاري كوي، كوچنيو كرونده ګرو له دې د سود نه د پاكو قرضو وركولو پروګرام لا پراخا كړې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د خزانې وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې معاشي ډلې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې معاشي ډلې وزيراعظم ته د مالي كال 23-2022 اقتصادي سروے وړاندې كړه۔ وزيراعظم د معاشي ډلې په تېر كال كښې د هېواد معيشت استحكام او پرمختګ لپاره د هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل چې د تېر حكومت پرېښي معاشي چېلنجز او د تاريخي سېلاب باوجود د هېواد معيشت لپاره د معاشي ډلې خدمات د ستائنې وړ دي۔ وزيرعظم ووئيل په راتلونكي بجټ كښې به حکومت د كركيلې څانګې او انفارميشن ټيکنالوجي جدت له زياته سرمايه كاري كوي٬ كوچنيو كروندګرو ته به د اعلٰې معيار تخم او آټومېټكل زرعي مشينري وركوي۔ وزيراعظم امر وكړو چې كوچنيو كرونده ګرو له دې د سود نه پاكو قرضو وركولو پروګرام لا پراخا كړې شي۔ په ملاقات كښې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار، وزيرِ مملکت ډاکټر عائشه غوث پاشا، خاص مرستيال طارق باجوه، طارق پاشا او د خزانې وزارت اهلكارو ګډون وكړو

مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں